ایکنا د مصراوي ویب پاټې له قوله راپور راکړ، هغه کس چې د سویډ په سټاکهم کې ئې د انجیل او تورات د نسخو د سوځولو ګواښ کړی دی ، د صهیونیسټ رژيم د سفارت په وړاندې د خپل ګواښ له اجرائي کیدا ئې ډډه کړې ده .
احمد چې دهغه یوازې نامه اخستل شوې ، د اسرائيلو له سفارت سره نزدې یوه ځای ته ورسید، او هلته هغه ته اجازت ورکړل شو چې د یهودیانو مقدس کتاب وسوځوي.
خو دغه تش په نامه اعتراض کونکی مسلمان ددې خبرې په کولو سره چې ددغو نسخو د سوځولو نیّت نه لري ووئيل، هیڅ یو مقدس کتاب باید ونه سوځول شي.هغه په عین حال کې په سټاکهم کې دیوه جومات پّ وړاندې د قرآن کریم سوځول په کلکه محکوم کړل.
د سویډ دغه سوریه توکمه ښاریز ووئيل، چې نیّت ئې دا ؤ چې د ټولو دینونو او مقدسو کتابونو ته داحترام په ضرورت په ټينګار سره د قرآن کریم په سوځيدا غبرګون وښئ.
د تورات او انجیل د سوځولو خبر له ډيرو پراخو محکومیّتونو سره مخ شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4155312